چین له پاکستان د خپلو وژلو شویو انجینرانو ۳۸ میلیونه ډالر تاوان غواړي

چین له پاکستان د خپلو وژلو شویو انجینرانو ۳۸ میلیونه ډالر تاوان غواړي


  • 2 کاله دمخه (17/10/2021)
  • خالد سهار
  • 899

د بزنس ریکاډر ورځپاڼې د راپور له‌مخې، چین له پاکستان څخه د خپلو وژل شویو نهو انجینرانو پر سر ۳۸ میلیونه ډالر تاوان غوښتی دی.

د راپور له مخې، چین په پاکستان کې د داسو په نامه بند باندې خپل کار درولی او ویلي یې دي، چې دوی به تر هغو خپل کار پیل نه‌کړي؛ ترڅو پورې چې یې د وژل شویو انجنیرانو پر سر غرامت نه وي تر لاسه کړی. 

په ورته مهال د پاکستان د چارو کارپوهانو په باور، چې دا د پاکستان او چین په اړیکو کې د ترینګلتیا نښه ده او که چېرته پاکستان ونه توانېږي چې د چینایي انجنیرانو ژوند خوندي کړي؛ نو سخت زیان به پرې کړي.    

باید وویل شي، چې سږکال د پاکستان په داسو کې د چینایي انجنیرانو پر موټر ترهګریز برید وشو چې په پایله کې یې د نهو چینایانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.