کرزی: طالبان ملي مشروعیت نه لري

کرزی: طالبان ملي مشروعیت نه لري


  • 3 کاله دمخه (18/10/2021)
  • سمسور
  • 1134

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزې له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې طالبان غواړي نړیوال رسمیت پیدا کړي؛ خو دا ډله په دې نه پوهیږي، چې د نړیوال رسمیت لپاره باید ملي مشروعیت ولرې.

نوموړي زیاته کړې، چې که طالبان غواړي، چې ځان په نړیوالو په رسمیت وپېژني؛ نو په کار ده، چې اول ملي مشروعیت تر لاسه کړي.

‏هغه دغه راز زیاته کړې، چې  پاکستان دې د افغانستان په استازیتوب نه غږیږي.

‏کرزي زیاته کړې، چې له پاکستان څخه یې هیله داده څو له افغانستان سره د مداخلې، زور او افراطیت د تشویق له لارې نه بلکې له متمدنو لارو او د نړیوالو اصولو پر اساس رابطه ایجاد کړي.

پخوانی جمهور رئیس په دې مرکه کې ویلي، هغه مهال افغانستان د نړۍ له خوا په رسمیت پېژندل کیږي، چې د دولت دارۍ اساسات د افغانستان خلکو د ملي ارادې پر اساس برابر کړي.