له طالبانو وېره؛ افغان پولې ته څېرمه، تاجکستان او روسیې تمرینات پیل کړي

له طالبانو وېره؛ افغان پولې ته څېرمه، تاجکستان او روسیې تمرینات پیل کړي


  • 3 کاله دمخه (18/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1002

روسي او تاجکستاني سرتېرو له افغان پولې سره څېرمه نظامي تمرینات پيل کړي دي. د راپورونو له مخې تاجکستان او روسیې په ګډه له افغان پولې سره څو ځایه ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي. سرچینه کاږي چې په دې نظامي تمریناتو کې شاوخوا څلور زره سرتېرو برخه اخیستې او اووه سوه نظامي تجهیزات هم پکې کارول کېږي. ددې نظامي تمریناتو هدف له افغانستان د احتمالي خطرونو د پېښېدو مخنیوی ښوودل شوی دی. دمګړی زرګونه روسي سرتېري په تاجکستان کې له افغان پولې سره څېرمه په بېلو نظامي اډو کې ځای پر ځای شوي او د تدابیرو د لا سختېدو خبره شوې ده.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې ځینې تالېب مشرانو ویلي و، چې که نړیوال مداخله ونه کړي؛ نو دوی کولای شي، چې تاجکستان په ۳ ورځو کې ونیسي.