چین هېواد وایي، چې له افغانستانه به د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره ټول شرایط برابر کړي او ډېر ژر به دغه صادرات بیا ځلې پیل شي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګیو سره تېر ماښام کتلي او په یو شمېر مسائلو یې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي وایي، د یادې لیدنې پر مهال چنایي لوري او متقي له افغانستانه چین ته د جلغوزیو د صادراتو پر بیا پیل هر اړخیز بحث کړی او چینايي لوري ډاډ څرګند کړی، چې د جلغوزیو د صادراتو په بیا پیل کې به خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
د سرچینې د مالوماتو لهمخې، چې لیدنه کې همداراز د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې هوکړه شوې، چې وخت او ځای به یې د دواړو لوریو ترمنځ وروسته تعین شي.
وروسته له هغه، چې اسلامي امارت په ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، له دې سره سم د جلغوزیو په ګډون کڼ شمېر وچې او تازه مېوې د نور کلونو په څېر بهرنیو هېوادونو ته ونهلېږدول شوې او همدلته ځینې لهمنځه ولاړې او ځینې نورې په خورا ټیټې بیې وپلورل شوې.