د افغانستان ا.ا ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد وايي، دمګړۍ پر دې کار روان دی، چې د تازه غصب مخنیوی وشي.
د باختر خبري اژانس د راپور لهمخې، مجاهد دغهراز زیاته کړې، چې خلک کولای شي د څارنوالۍ او محکمې د ټولو برخو په فعالېدو سره د خپلو غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه خپلې عریضې چمتو کړي، چې قضیې یې وڅېړل شي.
هغه ویلي، چې هر وزارت ته دنده سپارل شوې؛ ترڅو خپل غصب شوي ملکیتونه تثبیت کړي او دوسیې ورته جوړې کړي، چې بېرته راوګرځول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېر نظام کې دولتي او شخصي ځمکې پر خلکو پلورل شوي، چې زیات شمېر خلکو په کې کورونه جوړ کړي؛ خو د اسلاميامارت مسؤولین ډاډ ورکوي، چې هر چا ته به خپل حق سپارل کېږي.