د خلیل زاد پر ځای؛ توماس ویسټ د افغانستان ځانګړی استازی شو

د خلیل زاد پر ځای؛ توماس ویسټ د افغانستان ځانګړی استازی شو


  • 3 کاله دمخه (19/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 968

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفی ورکړې.

بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې کلونه کلونه یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ.

بلېنکن زیاته کړې چې توماس ویسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده مخته وړي.

خلیلزاد ۲۰۱۸ کال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی و.

باید یاده شي، چې خلیلزاد تر دې وړاندې یو ځل د ډاکټر نجیب واکمني کې هم د یو ناکام منځګړي رول لوبولی و.