ایران: د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په کچه د یو کنفرانس کوربه‌توب کوو

ایران: د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په کچه د یو کنفرانس کوربه‌توب کوو


  • 3 کاله دمخه (19/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1160

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د دې هېواد په اړه د یو ورځني کنفرانس کوربه‌توب وکړي. 

د دې وزارت ویاند، سعید خطیب زاده وایي، په دې کنفرانس کې به د سیمې د هېوادونو په کچه استازي په حضوري بڼه ګډون کوي، چې د یوه ټولشموله حکومت پر تشکیل به خبرې اترې وکړي.  

د هغه په خبره، چې ایران په افغانستان کې د یو ټول‌منلي حکومت جوړېدو ملاتړ کوي او راتلونکې غونډ هم پر همدې  مسئله راڅرخي. 

تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو خبر ورکړی و، چې د افغانستان په اړه به د سیمې د هېوادونو یوه غونډه راوبولي. 

له دې سره سم ټاکل شوې، چې روسیه هم د افغانستان په اړه د راتلونکې چارشنبې په ورځ یوه غونډه جوړه کړي، چې د طالبانو په ګډون به د پاکستان، چین، ایران او د ۱۱ نورو هېوادونو استازي هم په کې برخه واخلي.    

روسیه وايي، د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د نورو موضوګانو په اړه د خبرو ترڅنګ د طالبانو پر پلاوي د یوه ټولشموله حکومت جوړولو لپاره ټینګار وشي؛ خو په ټوله کې یې موخه د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کول دي.