سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلېږي

سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلېږي


  • 3 کاله دمخه (19/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1208

د کام ایر هوايي شرکت سر له سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي.

په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ پرون شپه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو پروازونو پيل ته زمینه برابره کړه. 
د سرچینې په خبره، په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له ريس تيمورشاه سره ليدلي او دواړو لوریو موافقه وکړې، څو په اماراتو کې د ځینو وفات شوېو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته لومړیتوب ورکړل شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ته د اکثرو نړیوالو پروازونو بهیر وځنډېد او لا هم پروازونه عادي شوي نه دي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
بل‌لورته بیا د ملکي هوایي چلند ادارې مسؤولین وایي، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر اوس‌مهال د هر ډول پروازونو لپاره چمتو شوی او بهرنیو هوایي شرکتونو یې هم غوښتي، چې افغانستان ته بیا ځلې خپلې الوتنې پیل کړي.