هند: راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یوه ناسته جوړوي

هند: راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یوه ناسته جوړوي


  • 2 کاله دمخه (19/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1179

د هند ملي امنیت شورا وایي، دغه هېواد به د افغانستان په هکله د یوې ناستې کوربه وي او دغه ناسته به راتلونکې میاشت کې جوړه شي.    

د هندوستان ټایمز د راپور له‌مخې، دغه غونډه به د نوامبر میاشتې په لسمه په نوي ډیلي کې جوړه شي، چې د چین، روسیې، پاکستان، ایران او د تاجکستان د ملي امنیت سلاکاران به په کې ګډون ولري.     

بل خوا یوې بلې هندۍ رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، چې نوی ډيلی د افغانستان د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره وارله مخه شرطونه لري.  

 راپور کې همداراز راغلي، هند غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو د دولت د په رسمیت پېژندلو د موضوع  په هکله چې پاکستان پرې ټینګار کوي، یوازې تر هغې وروسته چې طالبان د ترهګرو، ټولګډونه حکومت او د ښځو او لږکیو د حقونو په تړاو تضمین ورکړي، پرېکړه کېږي.  

اسلامي‌امارت د دغې غونډې د جوړېدو په تړاو بې خبرې ښيي او وایي چې تر اوسه د افغان حکومت له مشرتابه سره د د دې غونډې په تړاو معلومات نه دي شریک شوي.