د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، روسیه به د اوس وخت لپاره طالبان په رسمیت ونه پیژني.
نوموړی وایي، چې واک ته تر رسېدو وړاندې د طالبانو د ژمنو د عملي کولو لپاره انتظار باسي.
سرګي لاوروف، چې د روسیې په جنوب کې یې د یو کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې ویلي، چې د طالبانو په ژمنو کې د افغانستان په حکومت کې سیاسي او قومي مشارکت شامل دی.
لاوروف دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې سبا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وشي.
د راپورونو لهمخې پهدې غونډه کې به د چین، پاکستان، او روسیې استازي له طالب مشرانو سره وګوري.