امریکا: هیڅکله به تالېبانو ته د افغانانو سرمایه ورنکړو

امریکا: هیڅکله به تالېبانو ته د افغانانو سرمایه ورنکړو


  • 3 کاله دمخه (20/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1260

له غوښتنو سره سره؛ د افغانستان د شتمني کنګل پاتې کېدل دوام لري

 

 د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طا لبانو بندیزونه دوام وکړي. 

هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طا لبانو لاس ته و نه لوېږي.

 د امریکا د خزانې وزارت ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم مهم دي او ښه به وي چې ددې شتمنۍ له ازادولو پرته پر نورو لارو چارو فکر وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسول شي. په کابل کې د طا لبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په رامنځ ته کېدو دی.

د یادو پیسو د کنګل د دوام خبره په داسې حال کې کیږي، چې پاکستاني چارواکو هم په نړیواله کچه د یادې شتمني د خوشې کېدو لپاره هڅې چټکې کړې دي.