چارواکي وایي، چې نن سهار شااوخوا اته بجې د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې یوه چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، سعید خوستي وايي، چې چاودنه پر طالب ځواکونو د لاسي بم غورځولو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه طالب ځواکونه ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، چې سیمې ته نور طالب ځواکونه رسېدلي او د پېښې په تړاو یې جدي پلټنې پیل کړي دي.
تر دې مهاله د دې پېښې مسؤولیت لا هم کومې ډلې نهدی منلی؛ خو تر دې وړاندې په کابل او ځینې نورو ولایتونو کې داعش وسلهوالې ډلې د خونړیو بریدونو مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.
وروسته تر هغه، چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا ځلې ولکه ټینګه کړه ورسره سم داعش وسلهوالې ډلې خپل بریدونه پراخ کړي.