د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړ، چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد تر ۳۰ سلنه پورې کمزوری شي.
د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه ټوېټ راپور کې ویلي، چې د اقتصادي وضعیت خرابېدو له کبله به ګاونډیو هېوادونو، ترکیې او اروپا ته د افغانانو کډوالي ډېره شي.
دې سازمان زیاته کړې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر مرستو د افغانستان ولاړ اقتصاد د راکړې ورکړې بېلانس او سخت مالي کړکېچ سره مخامخ دی.
راپور کې همداراز راغلي، چې تمه کېږي په افغانستان کې ګډوډي به په سيمه او له دې هاخوا د پام وړ اقتصادي او امنيتي اغېزې ولري چې ورسره به د افغان کډوالو د ګړندي زياتوالي لامل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې اوسمهال ګڼ شمېر افغان کډوال پاکستان، ايران، تاجکستان او اروپايي هېوادونو کې مېشت دي.
خو د پيسو نړيوال صندوق ويلي، افغانستان ته صادرات د ايران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان لپاره د اقتصادي او ټولنيز اړخه مهم دي.