طالبانو په هرات کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نیولې

طالبانو په هرات کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نیولې


  • 3 کاله دمخه (20/10/2021)
  • خالد سهار
  • 945

د هرات ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.

د سرچینې په خبره، دغه ډله د طالبانو د استخباراتي کسانو له‌خوا پېژندل شوې او نیول شوې ده. 

طالبانو ویلي، د یادې ډلې له لوري تښتول شوی یو کس هم خوشې شوی دی. 

د هرات والي رسنیو ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د انسان تښتونې پېښې کمې شوي او په لسګونه انسان تښتوونکي نیول شوي دي.

څه موده وړاندې طالبانو په هرات کې هغه څلور انسان تښتوونکي په عام محضر کې ځړولي وو، چې له طالب ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.