د سوریې په پلازمېنه کې چاودنې ۱۴ پوځیان وژلي

د سوریې په پلازمېنه کې چاودنې ۱۴ پوځیان وژلي


  • 3 کاله دمخه (20/10/2021)
  • خالد سهار
  • 832

د سوریې په پلازمېنې دمشق ښار کې پر یوه نظامي موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ پوځیان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي. 

د سوریې خبري اژانسونو د خبر له‌مخې، دا چاودنه داسې مهال شوې، چې د سوریې پوځیان په بسونو کې له یوه پل څخه د تېرېدو کې په حال کې وو. 

د راپورونو له مخې، د دې برید مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو ویل کېږي چې ښايي دغه برید د اسلامي دولت په نومې یوې ډلې کړی وي.

یادې ډلې د روان کال په لومړیو کې یې د هېواد په خیتځو برخو کې هم پر پوځي موټرو بریدونه کړي دي.