مسکو وایي، نړیوال باید د افغانستان ننګه وکړي او د دې هېواد هر راز ماتې به د سیمې ثبات سخت له ګواښ سره مخامخ کړي.
دا څرګندونې پرون د مسکو فارمټ په څنډه کې د کرملین ویاند، دیمتري پیسکوف په داسې حال کې وکړې، چې افغان پلاوي، د پاکستان، چین، ایران، هند او نورو اسیایي هېوادونو استازیو هم ګډون درلود.
هغه دغهراز ویلي، چې په افغانستان کې باید یوه ټولګډونه حکومت رامنځته شي، چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په کې ځان وویني.
په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې نړیوال ټولنه باید لاس په کار شي او هر څه ژر دې هېواد ته بشري مرستې ولېږي، څو د بشري ناورین او د کډوالۍ د بهیر مخنیوی وشي.
نوموړي څرګنده کړې، پهکار ده، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني هم خوشې شي ځکه په اوس کې ورته سخته اړتیا لیدل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې مسکو به د اوس لپاره د طالبانو د حکومت په رسمیت ونهپېژني؛ خو له طالبانو یې غوښتي، چې بشري حقونه رعایت کړي او پراخ بنسته حکومت جوړ کړي.
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي بیا ویلي، چې د افغانستان انزوا د هېچا په ګټه نه ده او د دوی اوسنی حکومت هم د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.
د نوموړي په خبره، چې په افغانستان کې حکومت ټولشموله دی او نږدې پنځه سوه زره مامورین له دوی سره کار کوي، چې ټول د پخواني حکومت کسان دي.
دا په داسې حال، چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمني څه باندې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نهدي پېژندلي او ټینګار بیا دا دی، چې طالبان باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونه رعایت کړي.