د روسیې چین او پاکستان ټینګار؛ له افغانستان سره خپل  تعاملات جاري ساتو

د روسیې چین او پاکستان ټینګار؛ له افغانستان سره خپل تعاملات جاري ساتو


  • 3 کاله دمخه (21/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1008

د افغانستان، چین، پاکستان او هند ترمنځ د مسکو ناستې په څنډه کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په یو لړ ټوېټونو کې ویلي، چې په دې غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او متقابلو همکاریو خبرې شوې دي. 

د نوموړي په خبره، درېیواړو هېوادونو ژمنه کړې، چې د افغانستان له نوي حکومت سره به خپل تعامل ته ادامه ورکوي او په اړینو برخو کې به همکاري کوي. 

یادو هېوادونو همدا راز ویلي، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو لپاره به هڅه کوي او تر څنګ یې په هېواد کې له رامنځ ته شوي امنیت او پرمختګونو هرکلی کړی دی. 

مسکو ته تللی افغان پلاوی لا هم هملته دی او ښایي د مسکو ناستې په خوا کې د ځینې نورو هېوادونو له استازو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر سر هم لیده کاته ولري.