کورنيو چارو وزارت: شاعر "هيله‌من ژوندى" په شخصي مسئله مې وژل شوی

کورنيو چارو وزارت: شاعر "هيله‌من ژوندى" په شخصي مسئله مې وژل شوی


  • 3 کاله دمخه (21/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1117

د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستى وايي، په خوست ولایت کې د هیله‌من ژوندي په نوم شاعر په یوه کورنۍ موضوع کې وژل شوي او د پېښې په تفصيلاتو د سیمې خلک پوره خبرتیا لري. 

هغه زیاته کړې، معلومات دا دي چې نوموړی د یوه کلیوال کور ته ور اوښتی و، چې د هغه له لوري وژل شوی دى. 

خوستي د ژوندي د وژنې په قضیه کې سياسي اړخ رد کړی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د هيله‌من ژوندي په نوم د خوست يو سيمه‌ييز شاعر د شپې له خوا د کوره اېستل شوى او بيا يې مړى موندل شوى دى.

د هغه کورنۍ لا تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.