مره امیني: ډېر ژر به د طالبانو حکومت ړنګ شي

مره امیني: ډېر ژر به د طالبانو حکومت ړنګ شي


  • 3 کاله دمخه (22/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1249

د راپرځیدلي حکومت د کورنیو چارو د وزارت پخوانۍ مرستیالې ویاندې"مروه امیني" له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلی، چې له تالېبانو هیڅ تمه نه شي کېدی او ژر به راپریوځي.

هغې له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې که نړیوال تالېبان په رسمیت وپېژني، د افغانانو سره به ستره جفا وي.

د نوموړې په خبره، جمهوریت هم ځینې ستونزې درلودې؛ خو هر افغان پکې خپل ځان لیده او راتلونکې ته هیله مند و، اوسنی نظام نه هغسې شرایط برابرولی شي او نه ترې تمه پکار ده.

امیني زیاته کړې، چې د افغانستان ځوان کادرونه د دغه وضعیت قابل نه دي، دوی د خپل راتلونکي لپاره سرمایه ګذاري کړې وه، د هېواد دننه او بهر ټول ځوانان خپه او مایوسه دي.

باید یاده شي، چې له هېواده وتلي چارواکي لاهم په تمه دي، چې د تالېبانو رژیم ونړیږي.