له افغانستان څخه امریکا ته د یو شمېر افغانانو اېستل دوام لري

له افغانستان څخه امریکا ته د یو شمېر افغانانو اېستل دوام لري


  • 3 کاله دمخه (23/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 929

د امریکا د دفاع وزیر وايي د هغو کسانو د راوېستلو هڅې دوام لري چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړېده.

لویډ آستن تېره ورځ د شمالي اتلانتیک د تړون ( ناټو) په مرکز بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلې، چې مونږ د هغو کسانو په وړاندې چې په افغانستان کې یې زمونږ سره کار کړی، اخلاقي مسئولیت لرو، که هغوی وغواړي چې له افغانستان څخه ووځي، مونږ به خپل ټول توان سره ورسره مرسته وکړو او دغه کارته به دوام ورکړو.

له دې مخکې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه و ذکر کړی، راپور ورکړی و چې واشنګټن به د روان عیسوي کال له پایته رسېدو وړاندې د تخلیې الوتنې له سره پیل کړي.

باید یاده شي، چې له افغانستان څخه تللي کډوال لاهم د امریکا په کمپونو کې ساتل کیږي