د ترکیې ولسمشر د امریکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیران نامطلوب اعلان کړل

د ترکیې ولسمشر د امریکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیران نامطلوب اعلان کړل


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • خالد سهار
  • 2011

ترکیې په دې هېواد کې د لسو غربي هېوادونو سفیران نامطلوب اعلان کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په یوه اعلامیه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د امریکا په ګډون د لسو غربي هېوادونو استازي نامطلوب اعلان کړي، چې له دې سره ښایي له دغه هېواد بهر کړل شي. 

د دغه لسو هېوادونو سفیرانو په یوه اعلامیه کې د یوه ترکي بندي سوداګر عثمان کاوالا د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. 

ترکیې ویلي، چې هغه د ۲۰۱۶ په کودتا کې ښکېل و او د یادو هېوادونو دا غوښتنه یې له "سپین‌سترګۍ" ډکه بللې او امر یې کړی، چې دا کسان باید "بې حیا" اعلان شي. 

باید یاده شي، چې په دغو لسو هېوادونو کې امریکا، فرانسه، جرمني، هالنډ، کاناډا، ډنمارک، سویډن، فنلند، ناروې او نیوزیلنډ شامل دي.