محقق: طالبان باید وشرمیږي، چې په حکومت کې یې خلک له لوږې مري

محقق: طالبان باید وشرمیږي، چې په حکومت کې یې خلک له لوږې مري


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • سمسور
  • 1146

محمد محقق وایي، د کابل په لویدیځ کې ۸ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.

‏نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دغه اته ماشومان د داسې کسانو تر حاکمیت لاندې د لوږې له امله مري، چې خپل حکومت اسلامي بولي.

‏محقق پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې له بې وزله خلکو سره مرستې ته را ودانګي او د یوې سترې انساني فاجعې مخه ونیسي.

‏د کابل ولایت مسوولانو تر دامهاله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته؛ ‏افغان حکومت غواړي هیواد کې د لوږې او بیوزلۍ لمنځه وړلو لپاره د کار په مقابل کې کارګرانو ته د غنمو د ورکړې پروګرام پیل کړي. د امارات د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي چې د دې پروګرام په ترڅ کې به په کابل او ولایتونو کې ۶۶ زره متریک ټنه غنم پر ۴۰ زره کار کوونکو وویشل شي.