خراب بشري وضعیت؛ افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی

خراب بشري وضعیت؛ افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1034

د سویډڼ نړیوالې پراختیایي همکارۍ وزیر پیر اولسن فرید وایي، افغانستان د چټک اقتصادي سقوط په درشل کې دی.

د رویټرز د خبر له‌مخې، ښاغلي فرید خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصادي پاشلتیا به تروریستي ډلې وهڅوي او دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ رامنځ‌ته کېدونکی دی. 

له دې سره سم، بیا د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د تېرو ۴۰ کلونو په څېر به افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، خو په یوازې سر په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي وس نه‌لري.

د سره صلیب کمېټې ویاند نجم اقبال رسنیو ته ویلي، چې نړیوال باید د افغانانو لاسنیوي ته بېړه وکړي او خپلې مرستې دې هر څه ژر په غیر مشروط ډول دغه هېواد ته ورسوي. 

څه موده وړاندې د جي شل او جنوا په غونډو کې له افغانانو سره د څه باندې دوه میلیارده ډالرو بشري مرستو ژمنې هم شوې دي او د طالبانو حکومت او نړیوالو مؤسسو بېلابېلو ولایتونو کې پر بې‌وزلو مرستې وېشلي، خو کافي نه‌دي او خلک شکایت کوي، چې تر ډېره اړمنو ته هم نه‌رسېږي.