اندرابي: د مقاومت ملي جبهه له خلکو څخه د دفاع یوازینی مشروع پته ده

اندرابي: د مقاومت ملي جبهه له خلکو څخه د دفاع یوازینی مشروع پته ده


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1115

د کورنیو چارو پخواني وزیر، مسعود اندرابي د ځینو سیاسي څېرو لخوا د ملي مقاومت عالي شورا جوړولو په غلرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زړو سیاسي څېرو لخوا د نوې شورا جوړول نا اړین او بې باوره ده او د ملي مقاومت جبهه د افغانستان خلکو د استازولۍ او دفاع لپاره یوازینی مشروع پته ده. 

نوموړي زیاته کړې په دې وخت کې یواځېنۍ ښېګڼه چې د سیاسي زړو کارکوونکو خلکو ته رسېږي؛  دا ده چې ځوان نسل ته د سیاسي رهبرۍ په دې اوړو کې شګې وانه چوي. 

د اندرابي په وینا د خلکو اوږو ته د ګرځېدو تصور، یو خام تصور دی او یوازې د طالبانو تر ستم لاندې خلکو څخه نور فرصتونه اخلي.