اروپايي ټولنه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي

اروپايي ټولنه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي


  • 2 کاله دمخه (25/10/2021)
  • سمسور
  • 1099

اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له طا لبانو سره د تعامل او له دغه ډله سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي. سرچینه وایي چې اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ديپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي. همدا راز بروکسل غواړي چې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت په موخه هم خپلو چارو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي. اروپايي ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ستر مرستندویه بنسټ بلل شوی دی او ددې احتمال شته چې د دفتر په پرانیستل کېدو سره یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.