په دې وروستيو كې مې د فرهنګي كړيو ترمنځ په راټوكېدلو اختلافاتو ډېرې ليكنې ولوستې، په ځانګړي توګه هغو فرهنګيانو ته ډېره د انتقاد ګوته نيول شوې ده چې د حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين ملګري دي، ددغې ليكنو پر ضد ځينې نورې ليكنې هم وشوې چې په هغو ليكنو كې د شويو انتقادونو د ځواب پرځاى نور څه ويل شوي دي او يواځې ددې كوښښ يې كړى دى چې په ځانګړې توګه د ښاغي يون او ورسره په ليكه كې د ولاړو فرهنګيانو ننګه وكړي.
دا چې په دې ليكنو كې كومې د زړه له درده او د فكر له كومي راوتي دي او كومې په شخصي، فرهنګي او نورو خواخوږيو او احساساتو ولاړې دي تاسو پرې له لوستو وروسته خپله قضاوت كولاى شئ!
زه غواړم چې ددې ټولو ليكنو په منځپانګه خبرې وكړم له دې ليكنو اقتباس وكړم او ستاسو مخې ته يې كېږدم .
ليكوال او شاعر نذير احمد سهار په دې اړه يوه ليكنه كړې او په خپل بلوګ ( سهار ) كې يې په ليكه كړې ده چې يوه منځګړې او اصلاحي بڼه لري، له دې ليكنې به يې پيل كړم، نوموړي له فرهنګيانو غوښتي چې فرهنګ د سياست قرباني نه كړي او نور د فرهنګيانو تر منځ اختلافات زيات نه كړي.
دنوموړي په ليكنه كې ماته دغه خبره داسې ښكاره شوه چې زۀ بايد يوه تبصره پرې وكړم، هغه توصيه كوي : ((په اوسمهالو شرايطو کې به معقول دريځ داوي، چې يوڅوک د يوچا د پلويتوب له امله ونه ځپل شي. که د هغه اړوند جريان د نيوکې وړ وي، بايد پر جريان خبرې وشي، نه پر کس او که کس د يوه ناسپېڅلي جريان لپاره د خپلو فرهنګي ارزښتونو قرباني ورکوي، بايد د فرهنګي کړيو په همغږۍ له داسې بېځايه قربانيو را وګرځول شي))
دا توصيه په اصل كې هغو ليكوالو ته شوې ده چې په دې وروستيو كې د ښاغلي حامد كرزي په انتخاباتي كمپاين كې په منډو ترړو بوختو فرهنګيانو په اړه يې ليكنې كړې دي، په دې ليكنو كې كه تاسو وګورئ همداسې شوي هم دي د ناسپېڅلي جريان په اړه خبرې پكې شوي دي او د ښاغلي سهار په توصيه يې عمل لا له مخكې كړى دى، دا چې دغه ليكنې فرهنګيانو كړي دي نو ځكه خو يې د خپل يو فرهنګي ملګري ملګرتيا د يو ناسپېڅلي سياسي جريان سره د بحث وړ ګڼلې ده، دغه ليكنې چې ما ولوستې ما ته د احساس او د ضمير د غږ په څېر ښكاره شوې چې له پخو دلايلو او سپينو خبرو ډكې وې، دا خبره ما ته ناسمه ښكاري چې يوڅوك او بيا ليكوال دې سره له دې چې په حقايقودې آګاه وي شونډې وګنډي، په داسې وخت كې شونډو ګنډلوته نه بلكه سپينو ويلو ته اړتيا ده چې د همدې اړتيا له مخې دغه ليكوالو دغه ليكنې كړي دي، په دې ليكنو كې يوه ليكنه مې د ( لار وركى يون) تر عنوان لاندې ولوستله دا سمه ده چې دغه ليكنه يواځې د ښاغلي يون په اړه شوې ده خو كه منځپانګه يې و ارزوو د ښاغلي سهار د پورتنۍ توصيې سره سم يې په هغه ناسپيڅلي جريان هم خبرې كړي دي چې دغه فرهنګي يې ملاتړ كوي، د ښاغلي يون د سپكاوي لپاره يې ليكنه نه ده كړې بلکې له نوموړي سره د ډېرې خواخوږۍ او زړه سوي په بنياد يې د زړه خبرې د قلم له څوكې راوتي دي.
بله ليكنه د ( فرهنګيان د دربار په چوپړ كې) تر عنوان لاندې ده، دغه ليكنه د هغو فرهنګيانو په اړه مالومات راكوي چې د ښاغلي كرزي د ناسپېڅلي جريان سره يوځاى شوي دي، يوه مالوماتي ليكنه ده، خو دغه ليكنه هم يواځې ددوى د (ځپلو) په موخه نه ده ليكل شوې بلكه د ناسپېڅلي جريان د ناسپېڅلتيا په اړه هم خبرې پكې شته دى، د هغو نورو ليكنو په څېر ماته د زړه له تله راوتلې ليكنه ښكاري خو دهمدې ليكنې په ځواب كې چې د محمدالله ارين احمدزي په نوم كوم ورور څه ليكلي، ماته د ښاغلي يون سره د لغمانيتوب د خواخوږۍ زېږنده ښكاري.
په دې ليكنه كې له دې جملو مالومولى شئ چې ددې ليكنې ليكوال د ښاغلي يون وطن دار دى.
((نو ایا د دربار تاوان په څه کې ده))
((چې دا دپښتنو سره خیانت ده ))
((عبدالله عبدالله د کامیابه شي دا خدمت ده ایا عبدالله د ولسمشری د څوکی وړ ده ))
د دغو ليكنو نور ځوابوونكي هم ماته اكثريت لغمانيان ښكاري، چې يو يې ښاغلى شمسزى دى، د ښاغلي شمسزي د ليكنې په اړه به وروسته خبرې وكړو، خو اول به ددې ښاغلي د ليكنې په منځپانګه وغږېږو، د ليكنې په منځپانګه كې لكه ددې ناسپېڅلي جريان د پلويانو په خلاف د ليكنو غوندې پاخه دلايل او سپينې خبرې نشته، ددې ليكنې ليكوال وايي، پښتانه د دربار نه لرې پاتې شوي دي، ځكه خو يې دا حال دى، بيا مثال د وزير محمدګل خان مومند بابا وركوي او وايي چې وزير شو نو پښتو ته يې كار وكړ، عجيبه مثال وركوي او عجيبه سپيناوى كوي، زه خو دې سپيناوي ته حيران يم، دا سمه ده چې پښتانه به له دربار نه لرې پاتې شوي وي، خو دربار تر درباره فرق دى، د كرزي په دربار كې دغه فرهنګيان د خپل ځان سپكاوى كوي چې په دې فرهنګيانو باندې زړه خوږى پكار دى، په دې چټل دربار كې او په دې ناسپېڅلي جريان كې خو تر اوسه هم دا ګروپونه وارېدل چې په ( فرهنګيان د دربار په چوپړ كې) ليكنه كې ګروپ بندي شوي دي، تر اوسه يې چې پښتو او پښتون ته ګټه ونه رسېده نو له دې وروسته به لا بيا هم مونږ په دې تمه يو چې ودرېږئ زمونږ پښتانه فرهنګيان دربار ته ننوتي دي او توره به راته وكړي، خو حقيقت دادى چې دوى دې دربار ته د خپلو شخصي ګټو لپاره ننوتي دي.
اوس به د ښاغلي شمزي په ليكنه ( د شخصيت د تثبيت لپاره ترټولو ښه معيار كار دى) خبرې وكړو، دغه ليكنه هم د كوم احساس له مخې نه ده شوې، بلكه د لغمانيتوب او فرهنګي خواخوږۍ له مخې پنځول شوې ده، چې ښاغلى شمسزى يې له ښاغلي يون سره لري، د ښاغلي يون فرهنګي كار ته دې زمونږ سلام وي او نه په دې ليكنو كې چې د ښاغلي يون په اړه شوي دي څوك د ښاغلي يون له فرهنګي كاره منكر شوى دى، خود ښاغلي يون د ناسپېڅلي سياسي بهير ملاتړ هغه هم د خپلو شخصي ګټو لپاره د دغې ليكنو موضوع ده، خو ښاغلى شمسزى لكه څنګه چې ځينې خلك د خپلو ناجايزو كړنو لپاره له يو سپېڅلي نوم نه ګټه پورته كوي، ددې ليكنو په ځواب كې يې د ښاغلي يون د فرهنګي كارونو له نوم نه ګټه پورته كړې ده، خو دې ته يې فكر نه دى چې د ليكوالو نيوكه څه ده او زۀ يې ځواب څه وركوم، ليكوال د يون ملاتړ د ناسپېڅلي جريان نه بد ګڼي د يون فرهنګي كار او د ۳۳ كتابونو چاپ كولو ته ټول په درنده سترګه ګوري چا خو ورته په بده سترګه نه دي كتلي، تاسو به د نصرت الهام په نوم د يو بل فرهنګي ليكنه ( سياسي جمع فرهنګي او فرهنګي جمع سياسي شخصيتونه) تر عنوان لاندې لوستي وي، په دې ليكنه كې د ښاغلي يون د ۳۳ كتابونو چاپ كولو ته په دې سترګه كتل شوي دي، چې ښاغلى يون خپل بې سارى فرهنګي خدمت او شخصيت د ناسپېڅلو سياسي او شخصي ګټو لپاره كاروي، چې په دې خبره كې هم د ښاغلي يون فرهنګي كار او د نوموړي فرهنګي شخصيت لوړ ګڼل شوي دي، پخپله يون ترې ناسپېڅلې ګټه پورته كوي او په سپكه ورته ګوري، يوه جالبه خبره خو داده چې ښاغلى شمسزى په دې ليكنه كې په بدل نوم د ليكنو كولو سره سخت مخالفت ښيي او ډېر په سپكه سترګه ورته ګوري، ښاغلى شمسزى وايي : (( په پښتو ویبپاڼو کې په یوه او بل نامه هغه څه لیکي چې په خپل نامه یې په ویلو او لیکلو دوی خپله هم شرمېږي)) خو پخپله په بدل نوم د دې ښاغلي ليكوال د ليكنو او تبصرو بېلګه به زه درته وړاندې كړم، د الهام همدغه ليكنه ( سياسي جمع فرهنګي او فرهنګي جمع سياسي شخصيتونه) د نوموړي په بلوګ ( تنده) كې خپره شوه چې تبصرې هم پرې پرانستې وې، ما دغه ليكنه ولوسته ځانګړى خوند مې ترې واخيست، او ورسره مې په دې ليكنه تبصرې هم وڅارلې، په دې تبصرو كې چې چا هم تبصره كړې ده ليكنه يې تاييد كړې او د يون په اړه چې څه ورته مالوم و هغه يې له نورو سره شريك كړي دي، ددې په منځ كې يوڅوك اول د ځانمل، او په دوهمه تبصره كې د ځوانمل په نوم د ښاغلي يون په پلوۍ راښكاره شو او په خپله تبصره كې يې ښاغلي الهام ته پېغور وركړ چې ځان مشهوروې او هغه هم دجومات د كيسې په څېر، الهام چې ترڅومره زه پېژنم او ويبلوګ يې لولم په دې پوهېږم چې د هغه بلوګ سره لوستوكي ځانګړې مينه لري يو ځوان فرهنګي دى او په فرهنګي كړيو كې ښه شهرت هم لري ځوان مل په هغې ځاى كې هم د شهرت خبره كوي خو همدغه خبره بيا ځوان مل صيب چې اوس په خپل نوم ( عزت الله شمسزى) راڅرګند شو په دې ليكنه ( د شخصيت د تثبيت لپاره ترټولو ښه معيار كار دى) كې داسې كوي: ((ځینې نور بیا چې مبتدي لیکوال دي غواړي د بل چا په ذلت کې خپل عزت ولټوي، په داسې لیکنو په ټولنه کې ځان پر نورو لویو لیکوالو وپېژني او په دې سپکو سپورو ځان شهرت ته ورسوي، دا ځکه چې دغه ډله خلک د یوه علمي، تحقیقي او یا بل ډول ارزښتناک کار وړتیا نه لري. په دریمه ګټه ګورۍ کې هغه لیکوال دي چې د نورو په اشاره ګډېږي، خپله په خپل ژوند کې کومه خاصه موخه او یا هدف نه لري بس د خپلو بنډارونو د ګرم ساتلو لپاره کله په یوه پسې قلم راواخلي او کله په بل پسې، هغه څه چې لیکي او ویبپاڼو کې یې چاپوي سبا یې په بېرته لوستلو هم شرمېږي، همدا یې لامل دی چې په خپل نامه یې نه چاپوي چې سبا پرې سند نه شي، دوی وایي الا بلا در ګردن ملا، ټول افغان پوهېږي او مسولیت یې موږ خو هسې هم څوک نه شي پېژندلای چې سبا راته په مخ لاړې را توکړي))
ددې پورته اقتباس دا برخه چې ليكوال پكې د مبتدي ليكوال د شهرت خبره كوي او هغه تبصره چې ځوانمل صيب پكې د شهرت خبره كوي!!!!!!!! يواځې دا ددې ثبوت نه دى ددې پورتني اقتباس دا برخه يوځل بيا ولولئ (( درېيمه كټه ګورئ كې هغه ليكوال دي)) د الهام په ليكنه كې هم كټه ګورۍ جوړې شوي دي او ورسره د ځانمل په تبصره كې هم ښې ډېرې كټه ګورۍ ليدلى شئ خو د شمسزي فكر نه دى چې دا ليكل كولاى شي ما رسوا كړي، كله چې د ځوانمل تبصره د تبصرو په كړكۍ راښكاره شوه، له ما سره زما يو بل فرهنګي ملګرى هم انلاين و چې سمدستي يې راته وويل دا شمسزى دى، هغه وخت مې د هغه خبره رد كړه، خو لږ وروسته د ښاغلي شمسزي په بلوګ كې د لغمان د فرهنګي ټولنې مباركي چې ښاغلي يون ته يې د ۳۳ كتابونو د چاپ له امله ويلې وه، زما شك راپيدا كړ، چې شمسزى رښتيا هم په همدې شېبه كې انلاين دى او اوس چې ددې ليكنې او هغې تبصرو ترمنځ مقايسه كوم، نو شك مې په يقين بدل شو، زه په پوره باور سره وايم چې ښاغلي شمسزي دغه ناوړه تبصره د ځانمل په بدل نوم كړې ده خو په دې ليكنه كې په بدل نوم ليكنې او تبصرې غندي، نو د ښاغلي شمسزي ددې ليكنې كومه برخه د زړه خبرې دي، ښاغلى شمسزى هم د ښاغلي يون په څېر په څو رنګونو كې څرګنديږي.
ګران لوستونكي كولاى شي چې دغه تبصرو ته په تنده بلوګ كې سر ورښكاره كړي كه لا هم دغه تبصرې وي او الهام نه وي لرې كړي وبه يې وينئ او خپله به قضاوت وكړئ چې سپكې سپوري دي او كه نه، شمسزى يا ځوانمل له دې هم اوړي او ورسره په دې تبصرو كې مور پلار هم ورته يادوي، زه د ښاغلي الهام جرئت او حوصلې ته سلام كوم چې دغه تبصرې يې هم ړنګې نه كړې او پرليكه يې كړې.
بله ليكنه چې د ښاغلي يون په دفاع كې په ټول افغان راڅرګنده شوه، د ښاغلي نعمان دوست ليكنه ده، ددې ښاغلي سياسي ليكنې اوس نه لولم، زما په فكر ښاغلى هسې په سياسي ليكنو خپل وخت بربادوي، ادبي ليكنې يې ځانګړى خوند لري خو سياسي درك او احساس يې ماته كمزورى ښكاري، زه ښاغلی دوست د يو تكړه اديب په حيث پېژنم او ورته درناوى لرم، خو د سياسي ليكنو سره يې يارانه ناكامه ده، سره له دې چې په يو خبري اژانس كې كار كوي، خو د ښو سياسي ليكنو تمه ترې نشي كېداى.
داچې دې ښاغلي ديون په پلوۍ ولې ليكنه كړې ده، زه فكر كوم چې يا خو تېروتى دى او ښاغلی يون په سمه معنى نه پېژني او ياخو به ددې ليكنې تر شا هم يو ناسپېڅلى هدف پروت وي، خو پټه دې پاتې نه وي چې ښاغلى دوست هم د لغمان شريف دى چې د ښاغلي يون سره به لغمانۍ خواخوږي ولري، كه له دې هرڅه تېر شو او ددې ښاغلي د ليكنې منځپانګه راواخلو هم، قانع كوونكې نه ده خو بس يواځې يې د ښاغلي يون په وړاندې خپله فرهنګي او لغمانۍ ياري پاللې ده.
ښاغلى دوست ددې ليكنې په پېل كې پوښتنه كوي چې ولې يو قوم خپل يو مشر ته د افراط تر وروستي حده درناوى كوي؟ بيا وايي((کله يې راته ځواب دا ښکاره شي چې کېداى شي، موږ دغه شان وړ کسان و نه لرو، خو چې د نورو قومونو د مشرانو په ماضي نظر تير کړم هغوى راته هم سپين نه ښکاري))
ښاغلى په دې باوري دى چې يون سپين نه دى، نو ځكه خو وايي چې د نورو قومونو مشران هم راته سپين نه ښكاري، او وايي چې راځئ همدې تور مشر پسې لاړ شو، زه خو ورسره دا خبره نه منم چې ريښتوني مشران او اتلان سپين نه وي، كه څوك يې ورسره مني خپله خوښه يې، ماته د تور مشر نه، نۀ مشر غوره ښكاري.
له دې وروسته بيا همدې پوښتنې ته يو بل ځواب هم وركوي وايي چې مونږ خپله څه نشو كولى او چې بل څوك څه كوي نو په هغې سوځو، عجيبه خندوونكې خبره ده، واقعي رهبر او پاك او سپين مشر چې څه كوي هيڅوك ترې نه سوځي، خو خپله هم په دې دوهم ځواب ډاډه نه دى وايي ((زه اعتراف کوم چې دغه ځواب به ، په ټولو برخو کې سم نه وي ، خو د استاد اسماعيل يون په اړه راته سم ښکاري .
استاد ، د تېرې جمعې په ورځ خپل ٣٣ چاپي اثار په داسې يوه ژبه ټولنې ته وړاندې کړل، چې د معمولي معلوماتو د موندلو لپاره، د خلکو ورپسې سترګې وځي)) دا ښاغلى هم د شمسزي غوندې هماغه خبره تكراروي او د ښاغلي يون د بې ساري ادبي خدمت نه د ښاغلي يون په پلوۍ د سپر كار اخلي زه بيا هم پورتنۍ خبره تكراروم چې په هغو ليكنو كې، چې د كومو ليكنو په ځواب كې ښاغلي دوست دغه ليكنه كړې ده، د ښاغلي يون په ناسپېڅلي سياسي دريځ نيوكې شوي دي او ټولو يې ادبي هلې ځلې او ادبي كارونه ستايلي دي.
له دې وروسته ټوله ليكنه د ښاغلي يون په ادبي كارونو، هيله مجله او .... خدمتونو ترڅنګ د ښاغلي يون په ستاينو ډكه ده او په پاى كې ليكوال وايي (( زما عادت شايد ځينو ته معلوم وي ، تر اوسه مې د هيڅ شخص ، ډلې او نظام په تعريف کې ليکنه نه ده کړې ، ځکه دغه شان ليکنې مطلبي وي ، وجدان مې نه مني چې دغه شان يو کار وکړم .
خو د استاد يون په اړه دا ليکنه ځکه کوم چې هغه اوس يو ملي شخص دى، که د نورو وسلوال اتلان کېداى شي نو د موږ فرهنګي شخصيت ملي کېداى نه شي ؟))
دا چې ښاغلي دوست مخكې دا كار نه كاوه اوس يې دې ليكنو ته لاس اچولى دى ددې پيل مباركي ورته وايم خو دا چې زړه دې نه مني مه يې كوه، ستاسو د سياسي ليكنو په څېردا معلومه شوه چې دا د ستاينو ليكنې كولى هم نه شې، پرې يې ږده، ځكه چې د ښاغلي يون د ستايلو پرځاى دې په سر كې ښې بڼكې ترې ايستلي دي او يو تور مشر دې ثابت كړى دى، هسې نه چې د ښاغلي يون په ستاينه كې كومه تېروتنه وكړې او د ښاغلي هوډمن په څېر دې بيا په محبس كې لټوو.
تاسو ويلي دي چې اوس ښاغلى يون يو ملي شخصيت دى، ددې نه به مو مطلب دا وي چې دا ملي يو والى د ښاغلي كرزي د كمپاين شعار دى او دا چې يون صيب د كرزي صيب تر شا ولاړ دى نو ملي شخصيت شو دا چې اوس يواځې د پښتون نه بلكه د تاجك او هزاره په خواكې ولاړ دى نو ملي شخصيت شو، وايم خداى دې وكړي چې مخامخ د اوباما، ولادي مير پوتين، زرداري او احمدي نژاد راتلونكي دويم، درېيم څلورم ځل او حتا شپاړسم ځل انتخاباتي كمپاينونه ورته وكړي او بيخي نړيوال شخصيت شي، خو تر هرډول شخصيت يې مونږ ته علمي او ادبي شخصيت غوره دى او همدا د ملي شخصيت كېدو ښه نمونه ده .