د افغانستان ا.ا د تور لېست په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخلي وایي، دغه وزارت د روسیې فدارتیف د ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغو څرګندونو هرکلی کوي، چې لهمخې به یې د طالبمشرانو نومونه له تور لېست څخه اېستل کېږي.
هغه دغهراز ویلي، چې په هېواد کې د جګړې فصل پایته رسېدلی او نړیوال باید له افغانستان سره په خپلو اړیکو او تعامل کې مثبت بدلون راولي.
د نوموړي په خبره، چې دوی له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل پر بنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر امریکا او نړیوالو غږ کړی و، چې د طالبمشرانو نومونه باید د ملګور ملتونو له تور لېست څخه واېستل شي.