ملګري ملتونه: افغانستان له ناوړه بشري کړکېچ تېرېږي او مونږ غمیزې ته شېبې شمارو

ملګري ملتونه: افغانستان له ناوړه بشري کړکېچ تېرېږي او مونږ غمیزې ته شېبې شمارو


  • 3 کاله دمخه (25/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1122

د ملګرو ملتونو خوړو سازمان مسؤولینو وایي، که سملاسي اقدامات ونه شي؛ نو سږکال ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.   

د دې سازمان مسوولینو په ینا، داسې احتمالي ګواښ شته چې ښايي د افغانستان نیمايي نفوس، نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان د کافي خوړو له نه خوندیتوب او له پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ شي. 

د خوړو نړیوال سازمان اجرائیه مدیر ډېویډ بیاسلې وايي،  افغانستان له خورا ناوړه بشري کړکېچه تېرېږي او دوی  غمیزې ته شېبې شماري. 

هغه همدا راز ویلي، چې دوی باید دغه هېواد ته د مرستو په رسولو کې هر څه ژر لاس په‌کار شي، خپل ظرفیت او چټکتیا ډېره کړي، ځکه په خبره یې، چې د سخت ژمي له راتګه مخکې ډېرې لارې بندېږي. 

نوموړي زیاته کړې، چې اوس‌مهال په افغانستان کې میلیونونه افغانان، چې کروندګر، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان ټول پکې شامل دي، له سختې لوږې سره مخامخ دي.