د چین جګپوړي چارواکي په قطر کې له طالبانو سره ګوري

د چین جګپوړي چارواکي په قطر کې له طالبانو سره ګوري


  • 3 کاله دمخه (25/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1017

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر به د قطر د سفر پرمهال د طالبانو د حکومت له جګپوړو چارواکو سره هم لیدنه ولري. 

د چینايي چارواکو دغه سفر د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۵ نه تر ۲۶ نېټې پورې پلان شوی دی.  

دغه وزارت ويلي، چې د قطر د سفر پرمهال به د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره هم لیدته کاته ولري. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ‌وینبین په بیجینګ کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې دواړه لوري به په دې دې لیدنه کې په افغانستان کې د روان وضعیت ترڅنګ پر ګډو اندېښنو هم خبرې وکړې.    

هغه همدا راز زیاته کړې، چې د افغانستان د عنعنوي ګاونډي او شریک په توګه، په دې هېواد کې د وضعیت د مثبت بدلون لپاره چین تل د خبرو اترو او تماسونو لرلو لپاره هڅې کړې، چې لا به دوام ومومي.