روسیه: ډېر ژر افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوو

روسیه: ډېر ژر افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوو


  • 3 کاله دمخه (25/10/2021)
  • خالد سهار
  • 978

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو له افغاستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دې هېواد ته واستوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له‌مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر چمتو کولو بوخت دي.   

هغه د دغو مرستو د لېږد کره نېټه نه‌ده ښودلې؛ خو په خبره یې، چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیايي خدماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر تیاري بوخت دي او په دې برخه کې کار په چټکۍ روان دی. 

نوموړي زیاته کړې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي.

د یادونې ده، چې د مسکو ناستې غړو هېوادونو ژمنه کړې، چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې کوي او له امریکا یې هم غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.