عمران خان: افغانستان سره دې تعامل وشي او کنګل شوې شتمني دې په واک کې ورکړل شي

عمران خان: افغانستان سره دې تعامل وشي او کنګل شوې شتمني دې په واک کې ورکړل شي


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • خالد سهار
  • 838

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، د افغانستان شته اقتصادي ستونزو ته په کتو له دغه هېواد سره دې مثبت تعامل وشي او کنګل شوې شتمني دې په واک کې ورکړل شي.   

نوموړي دغه‌راز ټینګار کړی، چې باثباته او سوکاله افغانستان د ټولې سیمه په ګټه دی او نه باید د اخلال هڅه یې وشي.

عمران خان، چې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض کې دی، تېره ورځ د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د "زرغون منځني ختیځ طرحې" په نوم کنفرانس په څنګ کې وکتل او دا خبرې یې وکړې. 

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو او د افغانستان د مرکزي بانک سرمایې تر کنګل کېدو وروسته دا څویم وار دی، چې پاکستاني جیګپوړي چارواکي ټینګار کوي او وایي، چې دغه هېواد سره دې تعامل وشي او شتمني یې باید خوشې کړای شي.

تراوسه پورې د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.