د کندهار سوداګر: صادرات مو په ټپه ولاړ دي؛ له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ یو

د کندهار سوداګر: صادرات مو په ټپه ولاړ دي؛ له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ یو


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1032

د افغانستان ا.ا د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د لوی کندهار له یو شمېر سوداګرو سره کتلي دي. 

د دې لیدنې پر مهال یو شمېر سوداګرو ویلي، چې د سپین بولدګ او چمن دروازو د بندوېدو له امله یې صادرات په ټپه ولاړ دي. 

د دوی په خبره، چې له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې سلګونه موټر، چې خوراکي او طبي مواد په کې بار دي، په چمن او سپین بولدک کې ځای پر ځای ولاړ دي، چې له امله یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي. 

حنفي بیا په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړوند مسوولین د تړل شویو دروازو د ستونزې د حل په اړه کار کوي او هڅې روانې دي، چې د یوه مشخص میکانیزم په ایجادولو سره دغه ستونزه حل شي، ترڅو زموږ سوداګر او پانګوال تر دې زیات زیانمن نشي.