طالب چارواکو د دشت ليلې د شهيدانو روح ته دعا وکړه

طالب چارواکو د دشت ليلې د شهيدانو روح ته دعا وکړه


  • 2 کاله دمخه (27/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 733

د طالبانو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو؛ له شل کاله ځنډ وروسته د دشتې لیلې شهیدانو هدېرې ته له نژدې ورغلل او د هغوی روح ته یې دعا وکړه.

د راپورونو له مخې، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري له یو شمېر نورو لوړ پوړو طالب چارواکو سره شبرغان ته تللی او هلته یې د دشت لیلې څخه لیدنه کړې.

 ښاغلي نوري د ليلي دشتې پېښه، چې زرګونه طالبان په کې ووژل شول، په کلکه وغندله او دا کار يې د اسلاميت او انسانيت د دښمنانو له خوا زړه بوږنوونکې عمل بللی دی.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان د شهیدانو په وینو ازادي اخیستې او اوس پکار ده، چې دوی ازادي وساتي.

د دشت لیلې پېښه د دوستم د کسانو له لوري رامنځته شوه، چې زرګونه طالبان پکې ووژل شول، چې زیات یې پښتانه ول.