دقطر بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان انزوا د حل لاره نه ده؛ قطر له طالبانو سره د خبرو اتر لپاره د نړۍ والې اجماع په لټه کې دی

دقطر بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان انزوا د حل لاره نه ده؛ قطر له طالبانو سره د خبرو اتر لپاره د نړۍ والې اجماع په لټه کې دی


  • 3 کاله دمخه (27/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 953

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، نن په دوحه کې د یوې خبري ناستې په ترځ کې وویل چې د افغانستان انزوا د حل لاره نه ده او قطر له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د نړۍ د یوالي په لټه کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په رهبرۍ د ملي سولې لپاره طالبان او نور افغان خواوې هڅوو. نوموړي همداشان وویل چې د افغانستان ملت سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو او دغه مرستې په سیاسي مسایلو پورې تړاو نه لري.