د پاکستاني چارواکو په خبره، تېره میاشت په قبایلي سیمو، پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان د پوځ ۲۹ سرتیري وژل شوي، چې دا چاره دوی ته د اندېښنې وړ ده.
د چارواکو په خبره یادې پېښې ډیری یې د بلوچ بیلتونپالو او تحریک طالبان ډلې له لوري ترسره شوي.
په ورته مهال ځینې نظامي شنونکي د پاکستاني چارواکو له لوري ښودل شوی شمېر کم ښیي او زیاتوي، چې په تېره یوه میاشت کې تر ۵۰ زیات پاکستاني پوځیان مړه شوي.
که څه هم دواړو ازادي غوښتونکو ډلو، تحریک طالبان او بلوچ بیلتون پالو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د ګڼو بریدونو مسؤلیت منلی دی.
باید یاده شي، چې افغانستان کېتد اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته په مقبوضه پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې حملې زیاتې شوې دي؛ خو بیا هم پاکستانی حکومت په تېرې یوې میاشت کې یواځې د خپلو ۲۹ سرتېرو وژل کېدل منلي دي.