د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د لوبې په اړه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د لوبې په اړه


  • 3 کاله دمخه (28/10/2021)
  • جعفر هاند
  • 1049

او بالاخره هغه شېبې په را رسېدو دي چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ میلیونونه مینه وال یې منتظر دي. افغانستان سبا د جمعې په ورځ په دوبۍ کې له پاکستان سره لوبه لري. تر لوبې یوه ورځ مخکې راشد خان په خپل خبري کنفرانس کې هیله وښوده چې افغان لوبغاړي به سل سلنه هڅه کوي چې ښه لوبه وګړي او «لوبه وګټي». 

دوبۍ

دا لوبه په دوبۍ کې ده. د دوبۍ پچونه لږ مړه پچونه دي چې له کبله یې توپ وهونکو ته فرصت پیدا کیږي چې تیزو بالرانو بالونه ښه وویني او ووهي. البته په دا ډول پچونو کې د تېزو بالرانو بالونو په پچ له لګېدو وروسته لږ ورو کیږي او سرعت یې کم شي. ممکن درې څلور لومړي اورونو کې بال سوینګ شي، خو وروسته داسې نه کیږي. دا تقریبآ د افغانستان خپل میدان بلل کیږي چې لوبغاړو په کې ښې ډېرې لوبې کړې او ورسره عادت دي. په دوبۍ کې افغان مینه وال هم شته او ډېر به ورځي. 

 

د لوبډلو قوي اړخونه

پاکستان خپلې دواړه لوبې ګټلې او مورال یې عالي دی. افغانستان هم خپله لومړۍ لوبه ګټلې او ښه مورال لري. د هند خلاف لوبه کې د پاکستان تېزو بالرانو توره وکړه او بیا محمد رضوان او بابر د پاکستان ملا په بېټېنګ کې وتړله. خو د نیوزلنډ خلاف لوبو کې بیا د پاکستان د بېټېنګ په پرتله باولینګ او فېلډینګ ښه وو. د پاکستان باولینګ تر بېټېنګ ښه دی، او بېټېنګ او فیلډینګ یې بیا دواړه تر افغانستان ښه دي. د پاکستان ډېره تکیه په تېزو توپ اچوونکو او په بېټېنګ کې په بابر اعظم او محمد رضوان ده. د شاهین او روف حارث اورونه چې ښه ولوبول شي او دا د سر دوه توپ وهونکي یې ژر اوټ شي، د لوبې نتیجه بدلېدلای شي. د نیوزلنډ خلاف لوبه کې رضوان ورو توپ اچوونکي اوټ کړ او بابر اعظم بیا تېز توپ باندې اوټ شو. موږ خو داسې بالر نلرو چې تر ۱۴۰ یې سرعت زیات وي او په نوي بال سوینګ هم وکولای شي، خو ښه ده چې مجیب شته او لومړي اورونه باید همدا ورو توپ اچوونکي وکړي. مجیب او نبي. فخر الزمان یې ډېر فوم کې نه دی او که وي هم، هغه د ورو توپ اچوونکو د توپونو سره ستونزه لري.

 

د افغانستان لوی مشکل 

د افغانستان لوی مشکل بېټېنګ دی. که د سکاتلنډ په څېر افغانستان د پاکستان خلاف بېټېنګ وکړ او تر ۱۵۰ او لږ ور پورته هدف یې ورکړ، بیا به پاکستان ته سخته وي چې د افغانستان د قوي بالینګ په مقابل کې دا هدف په اسانه پوره کړای شي. 

د افغانستان لوی مشکل به بیا هم د بېټېنګ وي. 

د افغانستان لپاره شاید کوم دلیل نه وي چې په لوبډلې کې تغیرات راولي، خو که امکان یې وي ممکن د شهزاد او اصغر په ځای د عثمان او حشمت د لوبولو فکر وشي. خو زه دا امکان کم وینم. شهزاد محمدي په میډیم فسټ بالرانو باندې چلېدلای شي خو فسټ بالران چې سرعت یې ۱۴۰ او ورپورته وي، د هغه وزن دومره اجازه نه ورکوي چې بال ښه ټایم کړي او ووهي. شاید زه غلط یم او خدای دې وکړي چې په سبانۍ لوبه کې داسې ونشي. حضرت ځاځی زموږ د لوبډلې داسې لوبغاړی دی چې یا به درته د منډو باران وکړي او یا به نه. خو زموږ تمه ترې دا ده چې افغانستان ته د ښه پیل بنسټ کېږدي. ګربز او نجیب دې په خپلو ځایونو ولوبول شي او هیله ده چې دا دواړه دې خپل مسئولیت ښه ادا کړي. د ۲۰ اورونو لوبې لنډې لوبې دي، که دوه درې لوبغاړو په کې ۴۰ او یا تر دې زیاتې منډې وکړې خبره تر ۱۵۰ اوړي. خدای مهربان دی.

د افغانستان په تېز بالینګ کې هم که د تغیر ضرورت لیدل کیږي، نو شاید حمید حسن ته په چانس ورکولو فکر وشي. که حمید ته چانس ورکړل شي او بخت ورسره یاري وکړي او کومه ستونزه ونلري، د هغه د بال سرعت او یارکر به پاکستان ته سرخوږی وي. 

افغانستان په تېرو تمریني او رسمي لوبو کې فیلډینګ کې ډېر بد نه و، په دې هیله چې پاکستان سره لوبه کې هم ښه فیلډینګ وکړي.

 

د راشد خبره

راشد خان تر لوبې وه ورځ مخکې په کنفرانس کې وویل: «دا ډول لوبې فشار لري او په دواړو لوبډلو فشار شته، خو د لوبغاړو په توګه موږ اوس عادي شوي یو. کوښښ کوو چې ښه لوبه وکړو او ویې ګټو.» په دې هیله چې ویې ګټي.

راشد خان د دواړو لوبډلو مینه والو ته هم پیغامونه ورکړل چې له لوبې خوند واخلي او د لوبو په مهال دې شخړې نکوي، هاغسې چې د ۲۰۱۹ د نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لوبو کې یې وکړې.

اخري خبره دا چې افغان مینه وال باید ذهنآ د لوبې ګټلو او بایللو دواړو ته اماده وي.

د افغانستان د بري په هیله!