نور ولي محسود: اوس په پاکستان کې د اسلامي نظام د راوستلو وار دی

نور ولي محسود: اوس په پاکستان کې د اسلامي نظام د راوستلو وار دی


  • 3 کاله دمخه (28/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1301

د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشر مولوي نور ولي محسود، چې د لومړي ځل لپاره د خپلو مجاهدینو په منځ کې لیدل کیږي، ویلي، چې افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکم کېدو څخه وروسته؛ اوس په پاکستان کئ د اسلامي نظام وار دی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان کې شراب خانې، فاحش خانې او زنا په عامو بازارونو کې کېږي، چې د پاکستان حکومت هم ورته جواز ورکړی او تحریک طالبان ډلې ته پکار ده، چې د دې غلام حکومت پر وړاندې په خپل ټول توان جهاد ترسره کړي.

که څه هم محسود دا نه دي ویلي، چې له افغان تالېبانو سره یې اړیکې څه ډول دي؛ خو د دوی په برلاسي کېدو یې خوښي ښودلې.

باید یاده شي، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته؛ پاکستاني حکومت هڅه شروع کړې، چې د دوی پرمټ له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د خبرو له لارې یو جوړجاړي ته ورسیږي