جهاني: که طالبانو ولس ناراضه کړ؛ نو واکمني به یې سقوط شي

جهاني: که طالبانو ولس ناراضه کړ؛ نو واکمني به یې سقوط شي


  • 3 کاله دمخه (29/10/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 962

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر، نامتو شاعر او د افغانستان د ملي سرود لیکوال عبدالباري جهاني طالبانو ته مشوره ورکوي چې که ولس مو خوابدي او ناراضه کړ، واکمني به مو سقوط وکړي. 

هغه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې ۲۵ کاله مخکې یې هم د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته ویلي وچې د ولس په زور راغلي یاست او د ولس په زور به را پرځېږئ.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې طالبانو څخه اولیتونه ورک دي او په ډېرو وړو مسائلو پسې ګرځي، چې د ملت په درد دوا کېدای نشي.

هغه د افغانستان جګړه او سوله دواړه پردۍ وبللې او زیاته یې کړه، چې په ۷ ورځو کې د ټول افغانستان نیول د تعجب وړ کار دی.

جهاني دغه راز له طالبانو وغوښتل، چې د ولس نظر ته احترام ولري او لومړیتوبونه وپېژني.