امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر بشري مرسته کوي

امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر بشري مرسته کوي


  • 2 کاله دمخه (29/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 911

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، آنتوني بلینکن په یو ټویټ کې د افغانستان له خلکو سره د ۱۴۴ میلیونه ډالرو د بشري مرستې څخه خبر ورکړ. 

بلینکن زیاته کړې چې امریکا د ډيپلماسۍ او بشري مرستو له لارې د افغانستان خلکو ثبات لرونکي راتلونکي ته ژمنه ده.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړې، چې طالبان به له امریکا سره د القاعده ډلې د ځپلو په برخه کې مرسته وکړي او دغه راز دې دوی هڅه وکړي، چې د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد ونه کاروي.

بلنکین د یادو مرستو خبر داری په داسې حال کې ورکوي، چې په کور دننه د فقر وجه اوج ته رسېدلې او خلکو د غربت له کبله خپل اولادونه خرڅ کړل.

څو ورځې وړاندې هم د کابل په لویدیځه څنډه کې ۸ ماشومانو د لوږې له کبله ساه ورکړې وه.