آلمان: اروپايي ټولنه دې د کډوالو د بد وضعیت لپاره ګډه ستراتیژي جوړه کړي

آلمان: اروپايي ټولنه دې د کډوالو د بد وضعیت لپاره ګډه ستراتیژي جوړه کړي


  • 3 کاله دمخه (29/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 925

د آلمان د کورنیو چارو وزیر له بیلاروس سره د اروپايي اتحادیې د لوېدیځو پولو له لارې د زرګونو کډوالو د نوې لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست شیهوفر ویلي، د کډوالو د دې نوې څپې اکثره د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي دي. ده د کډوالو د بحران د بدتره کېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې د ګډې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه. آلمان له پولنډ سره په خپله پوله کې ګزمې زیاتې کړي او دې پولې ته یې ۸۰۰ اضافي پولیس لېږلي چې د هغو کډوالو مخه ونیسي چې له بیلاروس څخه د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته ننوځي. ویل کېږي چې له څو اوونیو راهیسې کډوال، چې اکثره یې د عراق، سوریې او افغانستان اتباع دي، له پولنډ څخه آلمان ته داخلېږي. دا کسان لومړی بیلاروس ته تللي او له هغه ځایه یې اروپايي اتحادیې ته ننوتي دي.