کابل کې د لوږې له کبله د مړ شویو ماشومانو خبر درواغ دی

کابل کې د لوږې له کبله د مړ شویو ماشومانو خبر درواغ دی


  • 3 کاله دمخه (30/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 810

د طالبانو د ویاند مرستیال وایي، چې د کابل په لویدیځ کې د لوږې له امله د اته ماشومانو ژوند له لاسه ورکول دروغ او د نظام ضد تبلیغات دي

 

د طالبانو مرستیال ویاند، احمدالله وثیق د هغه خبرونو په غبرګون کې چې ګواکي د کابل په لویدیځ کې اتو ماشومانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی؛ هغه یې دروغ وګڼل او ویلي یې دي چې د نظام ضد تبلیغات دي. 

 

وثیق زیاته کړې: "د کابل لویدیځ کې د اتفاق ښارګوټي ټول جوماتونه او واټونه وڅېړل شول، هېڅوک له دې موضوع نه دي خبر."

تر دې وړاندې په ګڼو رسنیو کې داسې خبرونه لاس په لاس شوي و، چې ګواکې د کابل په لویدځه څنډه کې  د لوږې له کبله ۸ ماشومانو خپل ژوند بایللی.