مجاهد: نړیوال اړتیا لري، چې مونږ په رسمیت وپېژني

مجاهد: نړیوال اړتیا لري، چې مونږ په رسمیت وپېژني


  • 3 کاله دمخه (31/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1091

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له امریکا او نورو هیوادونو وغوښتل چې حکومت یې په رسمیت وپیژني او خبرداری یې ورکړ که چیرې حکومت یې په رسمیت و نه پیژندل شي او په بهر کې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نشي، دغه کار به نه یواځې افغانستان بلکه نړې ته هم ناوړه عواقب ولري.

د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې په یوې خبري ناستې کې ویلي، د افغانستان په رسمیت پېژندل یوه دوه اړخیزه اړتیا ده. د نړۍ هیوادونه دې ته ضرورت لري چې مونږ په رسمیت وپیژني ځکه که دوی غواړي چې امنیت رامنځته شي او د دوی هیوادونو ته کوم ګواښ متوجه نشي، دوی باید مونږ د یوه مسئول هېواد په توګه په رسمیت وپیژني چې مونږ هم د دوی په وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړو.

 

باید یاده شي، چې هیڅ کوم هیواد تراوسه پورې طالبان چې د اګست په میاشت کې یې په افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه، د حکومت په توګه په رسمیت نه دي پيژندلي او د افغانستان په میلیاردونو ډالره شتمني په داسې حال کې په بهر کې کنګل شوېده چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.