له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو لړۍ؛ متقي له منصور احمد خان سره زړه خواله کړي

له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو لړۍ؛ متقي له منصور احمد خان سره زړه خواله کړي


  • 3 کاله دمخه (31/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 961

سمسور(یکشنبه د لړم ۹) ‏د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره  شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کابل لپاره د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې  د تجارتي راکړې ورکړې پر پراخوالي، د ویزو په برخه د ستونزو د ایسته کولو او د بولدک-چمن د لارې د بېرته پرانیستلو په اړه سره غږېدلي دي.

که څه هم د ترلاسه شوې نتیجې په اړه واضح جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو ویل شوي، چې منصور احمد خان د سوداګري پر پراخوالي او د لارې د خلاصون په برخه کې ډاډ ورکړی.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته؛ پاکستاني چارواکي په مسلسل ډول له طالب چارواکو سره ګوري، چې دې چارې د طالب ضد ډلو ته د نقد زمینه هم برابره کړې ده.