صالح: طالبان د پاکستان په مشورو افغانستان کې حکومت کوي

صالح: طالبان د پاکستان په مشورو افغانستان کې حکومت کوي


  • 3 کاله دمخه (31/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1223

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "له بنسټ نه د طالبانو پیغام نړۍ ته داسې دی، چې که موږ په رسمیت ونه پېژنئ په ارزښتونو او حقونو کې ترټولو بد او تر ټولو بد کېږو او که موږ په رسمیت وپېژنی بد او کم بد کېږو."

نوموړي زیاته کړې چې دا په لویدیځ کې د پاکستان له سیاست څخه دقیق کاپي ده او طالبانو په افغانستان کې د پاکستان سیاست روان کړی.

صالح، چې د پاکستان ضد څېره ګڼل کیږي، تر دې وړاندې یې هم طالبان د پاکستان لاسپوسي بللي او دغه ډله یې د هېواد ورانونکې بللې ده.