د نړیوال جام په روانو لوبو کې افغان لوبډلې خپله دریمه لوبه له نیمیبیا سره ترسره کړه، چې د ټاس په ګټلو یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
په توپ وهنه کې افغان لوبډلې ته شهزاد ۴۵، حضرت ځاځي ۳۳ او نبي عیسی خېل ۳۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې یې نیمیبیا د افغان تېزو توپ اچونکو پر وړاندې پاتې راغله او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۹۸ منډې جوړې کړې
توپ اچونه کې حمید حسن ۳ ویکټې، نوین الحق ۳ او ګلبدین نایب ۲ ویکټې واخیستې.
افغان لوبډله اوس مهال د څلورو نومرو په لرلو سره په دویم مقام کې قرار لري او راتلونکې لوبه به د چهار شنبې په ورځ له هندوستان سره ترسره کوي.