امریکایي‌ډیپلوماټان: کابل کې د امریکا سفارت تړل کېدو د کلونو خوارۍ په اوبو لاهو کړې

امریکایي‌ډیپلوماټان: کابل کې د امریکا سفارت تړل کېدو د کلونو خوارۍ په اوبو لاهو کړې


  • 2 کاله دمخه (01/11/2021)
  • خالد سهار
  • 1023

امریکایي رسنیو د یو شمېر هغو ډیپلوماټانو له قوله، چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ویلي، چې په کابل کې د امریکایي سفارت تړل کېدو د دوی د کلونو خوارۍ په اوبو لاهو کړې دي. 

یادو ډیپلوماټانو ویلي چې متحده ایالاتو باید په افغانستان کې د خپل سفارت پرانیستل کېدو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلې وای. 

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن بیا ویلي، چې د خطر نه منلو پالیسي د امریکا بهرنی سیاست د ناکامۍ له ګواښ سره مخ کړی دی. 

هغه وايي امریکايي ډیپلوماټان په هغه صورت کې مؤثریت لري چې په بهرنیو هېوادونو کې له خلکو سره په اړیکه کې پاتې شي خو امریکایي چارواکي په ټولو هېوادونو کې یوازې له دولتونو سره په اړیکه کې پاتې شوي دي.