د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ولسمشر اشرف غني د خپل حکومت د بقا لپاره هرې پرېکړې ته تیار و او د سولې پرمختګ برخه کې یې د هېڅ پرمختګ هرکلی نه کاوه.
خلیلزاد له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، ښاغلي غني فکر کاوه امریکایان به همېشه افغانستان کې وي او د ده حکومت به وساتي.
نوموړي همداراز اشرف غني تورن کړی، چې د سولې خبرو ته یې غاړه نه اېښوده او ځان ته یې ډاډ ورکاوه، چې بهرني ځواکونه به افغانستان کې پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ لپاره به د ده د حکومت ساتنه هم کوي.
نوموړي زیاته کړې، د اشرف غني اکثره محاسبات همداسې غلط و او د افغان ځواکونو په اړه یې هم اټکل او محاسبه بې ځایه وه.
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني بیا تر اوسه د خلیلزاد دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.