بلېنکن: غني راسره هوکړه کړې وه، چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټول‌ګډونه حکومت ته سپاري

بلېنکن: غني راسره هوکړه کړې وه، چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټول‌ګډونه حکومت ته سپاري


  • 3 کاله دمخه (01/11/2021)
  • خالد سهار
  • 1374

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ورسره هوکړه کړې وه چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټول‌شموله حکومت ته سپاري.

ښاغلي بلېنکن له سي‌بي‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، ولسمشر غني د دې هوکړې خلاف او له عملي کېدو وړاندې له افغانستان بهر شو.

د ده په خبره، ښاغلي ورته دا ډاډ هم ورکړی و چې تر اخره به د طالبانو سره جنګېږي.

بلېنکن په یاده مرکه کې دا هم ویلي، چې د دوی هېڅ استخباراتي ادارې دا وړاندوینه نه‌وه کړې چې په ۱۱ ورځو کې دې دا هر څه پېښ شي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له هېواد له وتلو وروسته په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو، چې په کابل کې د جګړې او وینې توېدنې مخنیوي لپاره یې افغانستان پرېیښی دی.