د بلوچستان په پنجګور بازار کې د پاکستاني عسکرو پر یو موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې پنځه عسکر هلاک شوي.
د بلوچستان پولیسو ویلي چې په یاده چاودنه کې ۵ عسکر وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. د دوی په خبره، دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د ایف سي ځواکونو موټر له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې و.
بلوچ مجاهدینو بیا د یاد برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستاني حکومت پر وړاندې به د دوی د مجاهدینو غذا جاري وي.