کای‌ایډي: افغانستان د بشري ناورین په حال کې دی؛ امریکا دې کنګل شوې سرمایه خوشې کړي

کای‌ایډي: افغانستان د بشري ناورین په حال کې دی؛ امریکا دې کنګل شوې سرمایه خوشې کړي


  • 3 کاله دمخه (02/11/2021)
  • خالد سهار
  • 1222

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني سفیر کای ایډي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، د امریکا له لوري د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ کنګل کېدل به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کړي او امریکا باید تر هر څه دمخه لاس په کار شي؛ څو د دې لوی بحران مخنیوی وشي.

د نوموړي په خبره امریکا پخپله له افغانستان وتلې ده، دوی لا په کابل کې وو، چې طالبانو د افغانستان واک واخیست او همدا راز یې میاشتې - میاشتې په دوحه کې ورسره مذاکرات لرل؛ نو بیا تر دې هر څه وروسته د پیسو کنګل کول بې منطقه کار دی. 

کای ایډي وایي، په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او روان وضعیت له امله د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو ګواښ شته دی او ښه به وي چې امریکا له دغه هېواد سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو لپاره لار پرانیزي.